IQNA

په قرآن  کریم کې د  چغل خورئ نفی کول

10:26 - March 10, 2024
د خبر لمبر: 3488852
ایکنا-  چغل خوري یو داسې عمل  ته وائي چې غالبا  د دوو کسانو ترمینځ د نفاق ا چؤنکو خبرو رسول وي ، پر دې اساس ځيني داسې رابرسیره کیږی،  چې په نتیجې کې د فساد  او ترینګلتیاؤ سبب ګرځي او په اسلام کې دغه عمل حرام او یوه کبیره ګناه بلل شوې ده.

دغه بدصفت ټوله انساني او اجتماعي اړیکې سره ګډوډوي او د دوستۍ او مهربانۍ او ایمان ارتباط سره شلوي.همدااراز قرآن کریم دهمزه سورې په لومړي آیت کې سخن چین یا د خبرو رسوَنکو(چغل خور)سره په رابطه کې فرمائي؛ وَیْلٌ لِّکُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ ؛وائ وي د بدو عیبونو پر لټوَنکو؛او په قلم سورې کې د یوه خبرې بل ته رسول حرام بلل شوي دی هَمَّازٍ مَّشَّاء بِنَمِیمٍ» (قلم: 11).

د ؛نمیمه؛ټکی  په اصل کې د هغې لنډې او پَټې خبرې یا غږ په معنا ده چې په لارې د تلو په وخت پر مځکې داسان د پښو له ټَکره یا د یو شي له حرکته راپورته کیږي.لکه څنګه چې د یوه خبرې بل ته رسوَنکي کسان،معمولان خپلې خبرې ورو او د یوه اوبل غوږونو ته رسوي،څو د هغه په اند د مهمې خبرې په توګه ئې هرکلی وشي،دغه ټکی  چغل خوري یا سخن چیني بلل کیږي.

؛مَشاء بِنَمیم ؛هغه کس دی چې د خلکو ترمینځ د یوه بل خبرې رسول ئې کار دی څو دښمني او خپګانونه رامینځةکړي.دغه کسان د نورو خبرې د بدیوَ لپاره نقل کوي او په خلکو کې مهربانی او نرمښت له مینځه وړي او فتنه راژوندئ کوي.دغه عمل یوه ډيره خطرناکه او لویه ګناه بلل شوې ده، ځکه د ټولنې د وحدت په هغو کې د پاکوالي د له مینځه تلو سبب کیږي. د ټولو خلکو لپاره ددغې آیت تربیّتي ټکی داسې دی چې هیڅوک دې د نورو خبرو رسوَنکي په خبرو باؤر ونه کړي،ځکه لازمه ده چې د نورو په اړه د خبرو رسَونکی کرکیجن او او د خلکو له خوا رد او شرمنده شي.

 د اسلام په سرکینو وختونو کې د یوه خبره بل ته د رسوَلو څرګند مثال دا ؤ چې کله  منافقین د اسلام له دین او پیغمبر اکرم(ص) سره له مخامخ مقابلې  کومه نتیجه نه اخستله ڼو نو د چاپلوسۍ اونفاق له لارې ئې هڅه کوله،خپلو سپيرو موخو ته ورسیږي،چې خداوندمتعال د هغوي نفاق همیشه ښکاره کاوه. د حجرات سورې په شپږم آیت کې خداوندمتعال فرمائي؛  یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِن جَاءکُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَیَّنُوا أَن تُصِیبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِینَ؛ ائ هغسې کسانو چې ایمان مو راوړی دی که یو فاسق تاسو ته کوم خبر راوړي،نو تحقیق وکړئ ،داسې نه چې په ناپوهئ کې  بل چا ته تاوان ورسوئ او (وروسته) په هغه څه چې مو کړي دي، پښمانه شئ::

captcha